نن څلنۍ د جون 28, 2017 2:49 am




د نوي سـکالو لـېږل ځوابي لیکنه  [ 8 ليکنې ] 
  مخکينۍ سکالو | لمړۍ ليکنه نده لوستل شوې. | بله سکالو 
ليکوال پـيغام
  د لیکنې سـرليک: نوی کال دې مبارک (پښتانه او د نوروز مېله)
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: پیلنۍ د مارچ 05, 2011 1:48 pm 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: یوه نۍ د فبروری 28, 2010 11:44 am
ليکنې: 2147
ځای: جرمني
پښتانه او د نوروز میله


په دې کې خو شک نشته چې پښتانه که لر دي او که بر، اريايي الصله دي. همدا سې د پښتنو تر څنګ تاجکان، واخانيان، چتراليان، کشميريان، بلوڅان، لور، کرد، امويي او پارسيان هم په اریايي ټبرونو کې شمېرل کېږي. د دې ټبرونو ژبې له یوې کورنۍ دي، قد او قامت یې هم ورته والی لري او یو څه ګډ کلتور هم لري.

خو زما له پاره په زړه پورې دا ده چې ولې بيا دغه اريايي جشنونه، مېلې او يا کالینداره ( تقویم، کلیزه) په ټولو اريايي ټبرونو کې مروج دي، خو په پښتنو کې ندی. د بېلګۍ په توګه د نوروز مېلې(د دهقان میله) په ویاړ د هفت مېوه يا هفت سين جوړول، او يا د سمنک جوړولو شپه، او یا هم د يلدا ( د کال تر ټولو اوږده شپه) د شپې نمانځل او داسې نور ځانګړې کلتوري ځانګړتیاوې چې اريايي اصل او ريښه لري په نورو ټولو اریايي ټبرونو کې مروج دي، خو پښتانه يې نهء نماځي؛ او هغه هم په داسې حال کې چې پښتانه ځان اريايي بولي.

د پښتونخوا د پښتنو تر څنګ د افغانستان پښتانه هم د نوروز تر نامه لاندې چې کوم جشن دی ، نهء نمانځي. يواځې د افغانستان دولت په رسمیاتو کې هجري شمسي کالینداره کاروي ، او له دې لارې د نوروز جشن ته چې یو اریایي جشن دی په افغانستان کې رسميت ورته ورکوي.

خو په کوم شان او شوکت چې نوروز بیا د افغانستان په شمالي سيمو کې نمانځل کېږي د پښتنو په سيمو کې نکېږي؛ او هغه هم په داسې حال کې چې د افغانستان شمالي اقوام ترک او مغول دي، خو نوروز یو اریايي جشن دی.

د افغانستان په کندهار يا ننګرهار کې ډير لږ وخت کېږي چې نوروز مروج شوی دی خو دوۍ يې بيا د دهقان د مېلې په نوم نمانځي. په پښتونخوا کې خو زما په خیال د نوروز جشن یواځې په افغاني مهاجرو کې لمانځل کېږي او د پښتونخوا مېشته پښتانه یې نهء نمانځي.

زما له پاره په زړه پورې ده چې ولې په اريايي ټبرونو کې يواځې همدا پښتانه ، د بېلګۍ په توګه د نوروز مېله، نهء نمانځي؟؟
او یا په ځانګړې توګه د پښتونخوا پښتانه دغه هجري شمسي کالینداره نه کاروي. دا ولې؟؟

که چېرې پښتانه اريايي دي نو غير له دغه اريايي ژبه چې پښتون پرې غږېږي، بايد ځنې اريايي مېلې، جشنونه، افسانې هم وپېژني او یا یې ونمانځي.

د اسلامي او يا عيسوي کالیندارې ترڅنګ خو چينايي ، اريايي او يا هم ځنې افريکايي کالیندارې هم شته. نو زه د يو پښتون په صفت خپلو پښتنو ورونو ته د کوم کالیندارې په اساس د نوي کال مبارکي وړاندې کړم ؟؟
د قمري، شمسي، چینايي، یهودي او یا عیسوي کالیندارې په اساس؟؟؟

تاسي د کومې کالیندارې په اساس د نوي کال مبارکي خپلو ملګرو، خپلو او خپلوانو ته ورکوئ؟؟

په درناوۍ او درنښت


تاسي په دې لیکنه کښې د ضمیمو د لیدلو واک نلرئ.

_________________
خاندئ ـ خاندئ خندا تاسو سره زېب کــــــا
کوشان پرېږدئ چې کړي توی د زړه وینې
اوښـــکې ـ وينې چې زه ژاړم علت دا دی
چې خپل قوم راته وهي نغمې غمــــــګینې


پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
  د لیکنې سـرليک: Re: نوی کال دې مبارک (پښتانه او د نوروز مېله)
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: یوه نۍ د مارچ 06, 2011 7:48 pm 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: پنځنۍ د اپریل 01, 2010 3:06 pm
ليکنې: 332
کوشان صيب،

ستاسو او له ټولو نورو ملګريو سره دې مبارک شي.
خدای دې يو بختور او ټولو پښتنو ته يو د ښو هيلو ډک کال کړي.

دې ته خو ما هم ډېر فکر کړی. چې پدې سيمه کې د پښتون خواص څه توپير لري له نورور سره.
که پاړس ته وګورو هم په څو برخو ويشل شوي. غټه برخه د ايرانيانو چالاک او په سودا ګري کې مخ ته دي. کله يې هم کورنۍ د سوداګری په بنسټ جوړې شي.
تاجک ډېر ساده او په زړه پاک خلک دي. که سوداګري ده، که کورنۍ او که سياست دی؛ يوه سپېځلي توګه لري.
او د افغانستان پاړسان څه تاجکو ته او څه هم ايرانيانو ته ورته دي.
دې بيلګيو سره مې غوښتل چې ووايم چې دې ساحه کې نه يوازې ميلې او جشنونه توپير لري خو د قامونو په خواصو، ساپوهنه او سايکالوجي کې هم بدلون شته. زما په انډ دا به د طبيعت اغېزې وي.

په مينه او په درنښت


پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
  د لیکنې سـرليک: Re: نوی کال دې مبارک (پښتانه او د نوروز مېله)
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: څلنۍ د مارچ 09, 2011 2:07 pm 
آفلاين
Frequent User
Frequent User

دغړيتـوب نېټـه: یوه نۍ د فبروری 13, 2011 10:15 pm
ليکنې: 5
زما سلامونه او نېکې هیلې ومنئ!
د دهقان میله او نوروز دواړه یو شی دي. دا میله د پسرلي د رسېدو په ویاړ د نړۍ په ډیرو ځایونو کې لمانځل کېږي. په افغانستان، ایران او مرکزي آسیا کې د دهقان میله ته (نوروز) وايي، په عیسوي هیوادونو کې ورته ( Estern )وايي، په چین کې ورته (چن) وايي او په هند کې ورته (هولي) وايي او هدفې همدا د پسرلي پیل دی چې دهقانان ورته خوشحاله وي او په میلو یې لمانځي.
نو پښتانه هم د دهقان میله د پسرلي په رسېدو سره لمانځي. که په ایران او د افغانستان شمال کې ورته نوروز وايي، پښتانه ورته د دهقان میله وايي.
په درناوۍ


پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
  د لیکنې سـرليک: Re: نوی کال دې مبارک (پښتانه او د نوروز مېله)
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: یوه نۍ د مارچ 13, 2011 7:21 pm 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: پیلنۍ د فبروری 12, 2011 11:26 pm
ليکنې: 20
ځای: کابل
کوشانه پښتانه ټول شکر ده مسلمان دي. نو مسلمانانو ته د هجري قمري کال مبارکي ورکوه.
نوروز او د عیسويانو د نوي کال لمانځل په اسلام کې منع ده. په دې هلکه حدیث هم شته.
هو ته کولی شې چې د نوروز او د عیسویانو د نوي کال مبارکي ورکړې، مګر دوۍ سره د هفت مېوې او د شامپاین څښل او د دوۍ په مېلې ګډون کول حرام ده.

_________________
بسم الله الرحمن الرحیم
وان طائفتان من المؤمنين اقتتلوا فاصلحوا بينهما فان بغت احداهما علي الاخری فقاتلوا التي تبغي حتي تفئ الي امر الله.


پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
  د لیکنې سـرليک: Re: نوی کال دې مبارک (پښتانه او د نوروز مېله)
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: دوه نۍ د مارچ 14, 2011 12:06 pm 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: یوه نۍ د فبروری 28, 2010 11:44 am
ليکنې: 2147
ځای: جرمني
ښاغلی اسلامشاه ښې چارې

نوروز سره دښمني، یانې عربي فاشیزم ته چوپړ

زه پوهـ نشوم چې نوروز یا چينايي، یهودي او یا د عیسوي نوي کال په نمانځلو کې خدای ته څه تاوان رسېږي؟؟

که د اسلام نه موخه دا ده چې سړی په خدای ایمان ولري او ښه کارونه وکړي، ذکات ورکړي، مونز ووايي او یا روژه ونیسي؛ بیا نو د نوروز د مېلې په نمانځلو به د یو انسان ښه توب ته او یا د هغه ایمان ته څه تاوان ورسېږي؟؟

دا چې محمد د نوروز نمانځل منع کړی دی، نو محمد خو یو عرب وو او نپوهېدو چې نوروز یانې څه؟؟
کنې په نوروز کې خو داسې څه نشته چې اسلام سره په ټکر وي. نوروز کې خو خلګ بس نوي جامې اغوندي، د نوي کال مبارکي ورکوي، هفت میوه څښکي یا هفت سین جوړوي، ماشومان لوبې کوي او داسې نور.

په دې کې نو خدای ته څه تاوان رسېږي؟؟

نو زه نپوهېږم چې د هفت میوې څښل او یا د نوي جامې اغوستل او یا د شمسي کالیندارې کارول د اسلام دین ته او د یو مسلمان ایمان ته څه تاوان رسولی شي؟؟

نو زما په اند خو خبره دلته ده چې د اسلام نه موخه خدای پرستي نه، بلکې د غیر عربي کلتورونو او ژبو لمنځه وړل او د عربي کلتور مروجول دي.

اصل خبره دا ده چې غیر عرب باید لکه عرب غوندې ژوند وکړي.

او دا هېڅ امکان نلري، ځکه عرب د دښتې انسان دی او زه د غرونو ـ رغونو انسان یم؛ او یو بل سړی هم په ځنګل کې ژوند کوي.
مونږه درې واړه کولی شو چې په خدای ایمان ولرو، خو یو بل ته ورته ژوند نشو کولی. ځکه چې زمونږ د درېواړو په منځ کې طبعي او فزیکي توپیرونه موجود دي او له دې توپیرونو باید څوګ سترګې پټې نه کړي.

نو نوروز خو د دهقان مېله ده او موخه یې د پسرلي د رارسېدو نمانځل دي.

نو اوس عرب خو مالدار دي او اریایان کروندګر.
او دا خو نو طبعي خبره ده چې یو عرب په دې نه پوهېږي چې یو دهقان د پسرلي په رارسېدو څومره خوشحالېږي؟؟
نو دا چې د نوروز نمانځل په مسلمانانو منع کړل شویدی، دا د خدای پرستي، په خدای ایمان لرل او یا د ښه کردار لرلو سره هېڅ تړاو نه لري.

نوروز سره دښمني، یانې عربي فاشیزم ته چوپـړ.

کنې خدای په دې هېڅکله نخپه کېږي چې دهقان خوشحاله وي، وګړي نوي جامې په تن کړي او ماشومان لوبې وکړي. که چېرې خدای د دغو شیانو سره مخالفت لري، بیا نو داسې خدای د عبادت وړ ندی.

په درناوۍ او درنښت

_________________
خاندئ ـ خاندئ خندا تاسو سره زېب کــــــا
کوشان پرېږدئ چې کړي توی د زړه وینې
اوښـــکې ـ وينې چې زه ژاړم علت دا دی
چې خپل قوم راته وهي نغمې غمــــــګینې


پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
  د لیکنې سـرليک: Re: نوی کال دې مبارک (پښتانه او د نوروز مېله)
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: څلنۍ د مارچ 16, 2011 10:43 am 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: دوه نۍ د فبروری 14, 2011 2:42 am
ليکنې: 45
کوشانه وروره
د نوروز میله ډیر پخوا د پښتنو په سیمو کې مروجه وه. په پیښور، ننګرهار، قندهار او نورو لویو شارونو کې د احمدشاه دراني په وخت کې نوروز میله تجلیل شوې ده. داسې نده چې تا ویلي لږ وخت کېږي چې د افغانستان پښتانه یې تجلیلیوي او په پښتونخوا کې خو اصلاً نه تجلیلېږي.
پښتونخوا خو لاړه بېله شوه، هلته اوس میلادي نوی کال مروج دی. خو په افغانستان کې نوروز نوی کال دی او په شمال او جنوب کې یو شان تجلیلېږي.

د افغانستان په شمال کې یواځې ترک او مغل ژوند نه کوي، هلته پښتانه، پاړسیوان او واخانیانم شته. نوروز یواځې یو قوم پورې تړی جشن نه دی. نوروز د یوې سیمې جشن دی او دې سیمې ته چې هر څوګ راغلي د سیمې د خلکو جشنونه یې خپل کړي دي.
ښه مثال مزار شریف دی. که دا ښار د ترکانو په لاس کې و، که شیبانیان ورباندې حاکم و، که پاړسیان او یا پښتانه پرې حاکم و خو د نوروز میله او د جنډې پورته کول هر کال تر سره کېدل.
یواځې د طالبانو په وخت کې نوروز تجلیل نه شو.
مننه


پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
  د لیکنې سـرليک: Re: نوی کال دې مبارک (پښتانه او د نوروز مېله)
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: پنځنۍ د مارچ 17, 2011 2:04 pm 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: دوه نۍ د فبروری 14, 2011 2:42 am
ليکنې: 45
کوشان وروره د نوروز په باره کې دغه لاندې مطلب ولوله ځنې سوالونه به دې حل شي.

http://sola.bloguna.tolafghan.com/posts/7677

د همدې مطلب څخه تاسي لوستی شي:

اقتباس

د نوي کال میله د کندهار په سیمه کې لمانځل کیده خو د لوی احمدشاه بابا د پاچاهۍ پر مهال دغه میله د شالیمار په نوم هم یاده شوې ده هغه دا چې کله لاهور د احمدشاه بابا د لښکرو په وسیله فتح شو نو د لاهور په شالیمار کې یې څو ورځې تیرې کړې. په همدې وخت کې د اڅکزو د قوم د غازیانو مشر سردار برخودار خان احمد شاه بابا ته راغلي او ورته ویې ویل ،چي په کندهار کي زموږ سیمي ټول ریګستانونو او شاړي ځمکې دي،چي د نوي کال په مناسبت د میلي ځانګړی ځای نه لري نو که تاسو موږ ته یو ځای په نښه کړي چي زموږ خلک هم د میلې څخه خوند واخلي. په همدې خاطر احمد شاه بابا نه یوازی د اڅکزو د قوم بلکي د ټول افغانستان د اقوامو لپاره د ارغنداب د بابا ولي صاحب د زیارت څخه د سردې او مرنجان تر کلي پورې سیمه د نوي کال په مناسبت د جشن یا د شالیمار د میلې سیمه اعلان کړه چې نوموړې سیمه د انارو، زردالو، شفتالو او انګورو باغونو پوښلې وه. نوموړې میلې ته به د زابلستان، هلمند، کاکړستان، پشين، کویټه، عبدالله، ګلستان، فراه، اروزګان، او یو شمیر نورو سیمو څخه خلک راتلل. خلکو به د نوي کال له لومړۍ نیټې سره سم د سیمې په باغونو کې خیمې درولې، پسونه به یې حلالول، دیګونه به یې پخول او تر ۱۰ ورځو پورې به یې میله کوله خو ځینو څیړونکو بیا دغه موده ۴۰ ورځې هم ښودلې ده. (۶)


پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
  د لیکنې سـرليک: Re: نوی کال دې مبارک (پښتانه او د نوروز مېله)
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: دوه نۍ د مارچ 16, 2015 11:03 pm 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: یوه نۍ د فبروری 28, 2010 11:44 am
ليکنې: 2147
ځای: جرمني
ښاغلی عجب ګل ورځ مو نېکمرغه

تاسي یوې په زړه پورې خبرې ته مو ګوته نیولې ده او هغه دا چې د احمد شاه بابا په واکمنۍ کې په کندهار، ننګرهار او پېښور کې د نوروز میله لمانځل کېدله.

زه نپوهېږم چې تاسي دا خبره چېرې لوستې ؟؟

که دا خبره لږ روښانه کړئ او یو څو ماخذ ورسره مل کړئ، منندوی به مویم.

په درناوۍ او درنښت

_________________
خاندئ ـ خاندئ خندا تاسو سره زېب کــــــا
کوشان پرېږدئ چې کړي توی د زړه وینې
اوښـــکې ـ وينې چې زه ژاړم علت دا دی
چې خپل قوم راته وهي نغمې غمــــــګینې


پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
د وروسـتیو ليکنو ښـودنه:  تـنظيمول  
د نوي سـکالو لـېږل ځوابي لیکنه  [ 8 ليکنې ] 


په دې څانګه کښـې نوې سـکالو نشـئ پرانيسـتلی
په دې څانګه کښـې سـکالوګانو ته ځواب نشـئ ورکولی
په دې څانګه کښـې خپلو ليکنو ته بدلون نشـئ ورکولی
په دې څانګه کښـې خپلې ليکنې نشـئ ړنګولی
په دې څانګه کښـې د ضمیمو د ملولو اجازه نلرئ

ورځه:  

cron