نن یوه نۍ د اپریل 30, 2017 9:31 pm




د نوي سـکالو لـېږل ځوابي لیکنه  [ 14 ليکنې ]  پاڼي ته ورځه مخکيـنی  1, 2
  مخکتنه مخکينۍ سکالو | لمړۍ ليکنه نده لوستل شوې. | بله سکالو 
ليکوال پـيغام
  د لیکنې سـرليک: Re: د افغانستان د خرڅلاو د قرارداد زیانونه
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: پنځنۍ د اوکتوبر 23, 2014 5:40 pm 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: یوه نۍ د فبروری 28, 2010 11:44 am
ليکنې: 2147
ځای: جرمني
نقل قول:
4 ـ د تړون د څلورمې مادې په شپږمه فقره کې افغانستان ( له ناټو د باندې د امریکا عمده متحد) بلل شوی دی. افغانستان چې همیشه خپل ناپېیلي دریځ ورته ګټه کړې خو د نړیوالو پوځي قطبونو په خوا کږیدلو له تباهي سره مخامخ کړی، د لویدیځ سره په یوه ردیف کې راتلل ورته په منطقوي سطح ډیر زیانونه پیښولای شي.


افغانستان هغه وخت خپل ناپېيلتوب له لاسه ورکړو، کوم وخت چې طالبانو د افغانستان نه د القاعدې مرکز جوړ کړو. القاعدې د مخه د (کلنټن) د ولسمشرۍ په پېر کې په امريکې بريد کړی وو چې له همدې کبله د سودان تر څنګ د خوست ولايت په (پرشنګ) راکټونو وويشتل شو.

اوس نو خبره له خبرې تېره ده؛ او تر هاغه چې د امريکا نظامي اډې په افغانستان کې موجودې وي، افغانستان يو ناپېيلی هيواد نګڼل کېږي.

په درناوۍ او درنښت

_________________
خاندئ ـ خاندئ خندا تاسو سره زېب کــــــا
کوشان پرېږدئ چې کړي توی د زړه وینې
اوښـــکې ـ وينې چې زه ژاړم علت دا دی
چې خپل قوم راته وهي نغمې غمــــــګینې


پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
  د لیکنې سـرليک: Re: د افغانستان د خرڅلاو د قرارداد زیانونه
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: جمعه د اوکتوبر 24, 2014 11:27 am 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: یوه نۍ د فبروری 28, 2010 11:44 am
ليکنې: 2147
ځای: جرمني
نقل قول:
۵ــ د تړون له موادو په ښکاره معلومیږي چې په افغانستان کې د امریکایي قواوو شتون د افغانستان د دفاع او ساتنې لپاره نه، بلکې د امریکایي نړیوالو ګټو لپاره دی. د شپږمې مادې فقرات وایي : که چیرې افغانستان د کوم بهرني ملک تر برید لاندې راشي، یا د افغانستان د حاکمیت، استقلال او ارضي تمامیت په خلاف څوک ګام پورته کړي، امریکایان به یي د سختې اندیښنې وړ بولي، او له افغان چارواکو سره به د مناسب غبرګون په اړه خپلې مشورې شریکوي.


زما په اند خو دا لرې خبره ده چې افغانستان باندې د امريکې په موجوديت کې کوم ګاونډی هيواد يرغل وکړي.

هو ؛ يواځې پاکستان کولی شي چې د ډيورنډ د لانجې د حلولو په موخه افغانستان باندې خپل راکټي بريدونه چالان وساتي، تر هاغه چې افغانستان اړ شوی وي د ډيورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه ومني.
البته دلته د طالبانو دريځ هم څرګند دی چې د پاکستان د بريدونو په وړواندې به ، چپه خوله پاتېکېږي. ځکه عالبان هېڅکله د هغه هيواد په وړاندې خپل اواز نه پورته کوي، کوم چې دوۍ ته يې په خپلې خاورې کې ځای ورکړی دی.

په درناوۍ او درنښت

_________________
خاندئ ـ خاندئ خندا تاسو سره زېب کــــــا
کوشان پرېږدئ چې کړي توی د زړه وینې
اوښـــکې ـ وينې چې زه ژاړم علت دا دی
چې خپل قوم راته وهي نغمې غمــــــګینې


پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
  د لیکنې سـرليک: Re: د افغانستان د خرڅلاو د قرارداد زیانونه
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: جمعه د اوکتوبر 24, 2014 11:40 am 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: یوه نۍ د فبروری 28, 2010 11:44 am
ليکنې: 2147
ځای: جرمني
نقل قول:
۶ــ د تړون د دیارلسمې مادې فقرات وایي: چې امریکایي پوځیان، ملکي کارکوونکي او له دوی سره تړلي نور پرسونل د جرم د ارتکاب په صورت کې قضائي مصؤنیت لري. افغان چارواکي نه شي کولای امریکایي نظامي یا غیرنظامي منسوبین د کوم جرم په ګناه ونیسي یا زنداني کړي، دغه راز افغان لوری نه شي کولای امریکایي مجرمین یا له هغوی سره تړلي دعواګانې کومې نړیوالې یا دریمګړې محکمې ته راجع کړي.


بې له شکه چې افغانستان يو اشغال شوی هيواد دی او اشغالګر هېڅکله د يوه اشغال شوي هيواد قوانينو په وړاندې مسوليت نلري. نو په دې توګه امريکايي وسلوالو او پاتې کاري پرسونل يې يواځې د امريکې قوانينو په وړاندې مسوليت لري او بس.

البته دغه پرېکړه ليک چې که چېرې امريکايي وسلوال د افغاني قوانينو له مخې مجرم وګڼل شي، نو قضايي مصونيت به ولري؛ څوارلس کاله د مخه د جرمني په بــــــن کې د ائتلافي حکومت لخوا د ناتو او امريکا سره لاسليک شوی وو.

په درناوۍ او درنښت

_________________
خاندئ ـ خاندئ خندا تاسو سره زېب کــــــا
کوشان پرېږدئ چې کړي توی د زړه وینې
اوښـــکې ـ وينې چې زه ژاړم علت دا دی
چې خپل قوم راته وهي نغمې غمــــــګینې


پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
  د لیکنې سـرليک: Re: د افغانستان د خرڅلاو د قرارداد زیانونه
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: جمعه د اوکتوبر 24, 2014 11:57 am 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: یوه نۍ د فبروری 28, 2010 11:44 am
ليکنې: 2147
ځای: جرمني
نقل قول:
۷ــ په امریکایي اتباعو سربیره امریکایانو د خپلو قراردادیانو لپاره هم په دې تړون کې ډیر فوق العاده حقوق تضمین کړي دي. امریکایي قراردادیان د شخصي امنیتي کمپنیو د کارکوونکو په شان هغو محلي ټوپکوالو ته ویل کیږي چې امریکایان یي استخداموي.


افغانستان يو بېوزلی هيواد دی، بېکاري او بېسوادي خلګ اړ کړي چې يا هجرت وکړي، يا غلا وکړي، او يا هم دا چې توپک واخلي او د دې او يا د هغې ډلې غړی شي او ځان او خپلې کورنۍ ته کور، کالي او ډوډۍ ورسوي.

ډيرۍ افغانان د امريکايي ښکېلاک مخالف دي، خو د دې غرور هم لري چې عرب ته سجده نکوي. نو اوس هغه څوګ چې عرب ته سجده نکوي، د طالبانو په صفوفو کې ورته ځای نشته. نو داسې خلګ اړ دي چې د امريکايي امنيتي کمپنيو کې ځان ته کار ولټوي. ځکه غلا نغواړي چې وکړي او هجرت ته هم لېواله ندي.

نو ايا طالبان داسې افغانانو ته په خپلو صفوفو کې ځای ورکوي چې د امريکې په وړاندې جګړې ته چمتو دي، خو نغواړي چې مونز وايي، روژه ونيسي، او يا عرب ته سجده وکړي؟؟

طبعي خبره ده چې نه.
ځکه طالبان د خپلواکۍ له پاره نه بلکې په افغانستان کې د عربي فاشيزم د پلي کولو په موخه جګړه کوي. که داسې نده نو يو څوګ دې د همدې خبرې برعکس سابته کړي.

په درناوۍ او درنښت

_________________
خاندئ ـ خاندئ خندا تاسو سره زېب کــــــا
کوشان پرېږدئ چې کړي توی د زړه وینې
اوښـــکې ـ وينې چې زه ژاړم علت دا دی
چې خپل قوم راته وهي نغمې غمــــــګینې


پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
د وروسـتیو ليکنو ښـودنه:  تـنظيمول  
د نوي سـکالو لـېږل ځوابي لیکنه  [ 14 ليکنې ]  پاڼي ته ورځه مخکيـنی  1, 2


په دې څانګه کښـې نوې سـکالو نشـئ پرانيسـتلی
په دې څانګه کښـې سـکالوګانو ته ځواب نشـئ ورکولی
په دې څانګه کښـې خپلو ليکنو ته بدلون نشـئ ورکولی
په دې څانګه کښـې خپلې ليکنې نشـئ ړنګولی
په دې څانګه کښـې د ضمیمو د ملولو اجازه نلرئ

له پاره لـــټول:
ورځه:  

cron