نن څلنۍ د جون 28, 2017 2:48 am

ټول وختونه UTC + 1 دی




د نوي سـکالو لـېږل ځوابي لیکنه  [ 3 ليکنې ] 
  مخکتنه مخکينۍ سکالو | لمړۍ ليکنه نده لوستل شوې. | بله سکالو 
ليکوال پـيغام
  د لیکنې سـرليک: يو له بل سره مرسته كول بېوزلي ختموي
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: پنځنۍ د آګست 09, 2012 12:04 am 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: منځنۍ د جون 26, 2012 8:20 pm
ليکنې: 40
ټولو قدرمنو هیوادوالو ته د زړه له کومی سلامونه وړاندي کوم،
سره له دې چې د افغانستان زياتره اوسېدونکي په فقر کې ژوند تېروي، خو بيا هم د داسې کسانو شمېر په کې کم نه دی چې څه ناڅه يې اقتصادي حالت ښه دى له له بېوزلو سره مرسته كوي.
د دوی دا ډول مرستې به ناداره کورنۍ شتمنې نه شي کړای، خو لږ تر لږه هغوى پر دې ډاډه كولاى شي چې يو څوك يې تر څنګ شته چې په سخته كې يې لاسنيوى كوي.
په هېواد کې د بېوزلۍ علتونه ډېر دي، خو تر ټولو بده ورځ د هغو کورنيو ده چې ګټيالي يې ترې ناامنيو تروړلي دي.
د دا ډول کورنيو شمېر هم کم نه دی چې د افغانستان په څېر کمزوری حکومت يې غم وخوري، خو دومره هم نه دى چې حکومت او ولس دواړه يې له لوږې ونه شي ژغورلی.
په خوست کې يو شمېر ځوانانو، چې په سر کې يې ځايي ژورنالستان دي، د همداسې بېوزله کورنيو لاسنيوی پيل کړی دی.
دوی تراوسه په دې سپيڅلي هدف کې برلاسي دي او هيله لري چې ولس به يې په دې کار ملا وتړي او يوازې به يې نه پرېږدي.
د خوست ميډيا سنټر مشر محمد رسول عادل وايي، يوه نيمه مياشت وړاندې په خوست ښار کې د بهرنيو ځواکونو پر يوه لنډمهالې پوسته ځانمرګی بريد وشو: ((په بريد کې يو شمېر کورنيو او بهرنيو سرتيرو ته پر مرګ ژوبلې سربېره نږدې پنځوس عام خلك ووژل او ټپيان شول.))
د ده په خبره، د خوست ښار شمال ختيځ ته د تخته بيکې غونډۍ په لمن کې د يوې بېوزلې کورنۍ په خټين کور کې شپږ جنازې ايښې وې: ((درې جنازې د تنکيو او معصومو ماشومانو او درې نورې پې د کورنۍ د لوپانو وې.))
هغه زياته كړه، دغه غم ځپلې كورنۍ له مزار شريف څخه راکډه شوې وه او له کلونو راهيسې د همدې غونډۍ په لمن کې اوسېده: ((هغه ورځ د پېښې له امله په ټول خوست كې ماتم و، ځکه په دغه پېښه كې ۲۱ كسان وژل شوي وو، په داسې حال كې چې څلويښت تنه ټپيان شوي هم وو.))
د نوموړي له قوله، دغه كورنۍ چې شپږ غړي يې ووژل شول، د وير پر ځاى دې غم اخستي وو چې خپل مړي به څنګه ښخوي، يعنې د کفنونو، تابوتونو او قبرونو اندېښنه ور سره وه: (( د دوی په کور کې هغه ورځ ايله سل کلدارې وې، نور د هېڅ درک نه لګېده، دوی په خوست کې مسافر وو او داسې څوك يې نه لرل چې د کفنونو او تابوتونو لپاره ترې پور وغواړي.))
دى زياتوي چې يو ځايي خبريال دې کور ته د دې لپاره ورغى چې د پېښې په اړه كوم رپوټ جوړ كړي، خو هلته له رسېدو وروسته په دې پوه شو چې نه د فاتحې مراسم شته، نه د مېلمنو ګڼه ګوڼه او نه هم د مړو د کفن، تابوت او قبر درک لګيږي.
د هغه په قول، مړي همداسې بې برخليکه پراته وو او د کورنۍ له پاتې غړو يې لار وركه وه چې څه وكړي. ((دغه خبريال زموږ له ملګرو او له ځايي ادارې سره اړيکه ونيوه او دې خلکو ته يې د تکفين او تجهيز په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه، د ښاروالۍ کسان او د عامې روغتيا امبولانسونه ورغلل، مړو ته يې کفنونه ورکړل، په تابوتونو کې کې کېښودل او د خوست ښار عامې هدېرې ته يې يووړل او دفن يې کړل، په دې سره د دې خلکو پرده وشوه او د مړو حق ادا شو.))
ده زياته كړه، د دوی د معلوماتو له مخې، د زيانمنو کورنيو نارينه وو په ښار کې د موچيتوب کاروبار كاوه، ښځو يې په کورونو کې تنورونه جوړول او ماشومانو يې تر غرمې په ښار کې خدمتګار ورځپاڼه پلورله او له غرمې وروسته يې د خلکو بوټان او څپلۍ رنګولې، يوه ګوله ډوډۍ يې ګټله او د قوت لايموت زندګي يې تېروله: ((روزي الله تعالى وركوي، خو هغه څوك چې د دې كورنۍ لپاره د روزۍ وسيله وو، له منځه لاړل.))
د نوموړي په قول، له اولې ورځې چې ژورنالستانو او يو شمېر ځوانانو د دې کورنيو حال وليد، نو دا فکر ورسره پيدا شو چې دوی به څه خوري، په ځانګړي ډول د روژې په مبارکه میاشت کې: ((ملګرو په خپل منځ کې بسپنه راټوله کړه او دومره څه ترې جوړ شول چې د دوی ګوزاره پرې روانه شي، موږ دوه ځله دوې ته خوراكي توكي ور وړل او هوډ مو كړى چې په راتونكي كې يې هم له پامه ونه غورځوو.))
عادل وايي، په خوست کې دې ته ورته نورې ډېرې بېوزله کورنۍ شته او ترڅنګ يې ډېر داسې شتمن هم شته چې د نورو لاسنىوی کولاى شي، خو د دې لپاره بايد ولس يو منظم پلان جوړ كړي چې له مخې يې د يو بل لاسنىوی دومره عام شي چې په يو دود بدل شي، که دا کار وشي په ټولنه كې به بېوزلي ختمه شي او له يوې خوا به خلكو خپل اسلامي او افغاني مسووليت ادا كړى وي او له بلې خوا به بېوزلي ختمه شوي وي.
والسلام،


پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
  د لیکنې سـرليک: Re: يو له بل سره مرسته كول بېوزلي ختموي
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: پنځنۍ د آګست 09, 2012 10:35 am 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: یوه نۍ د فبروری 28, 2010 11:44 am
ليکنې: 2147
ځای: جرمني
ښاغلی خان

ډيره مننه د دې ښکلي راپورتاژ او د دې ښکلي پښتو ژبې چې تاسي د راپورتاژ په ليکلو کې کارولې ده.

ما د ( ميري لويي کليفورد ) يو کتاب چې ( سرزمين و مردم افغانستان ) نومېده لوستی وو. نوموړي ليکوال په خپل کتاب کې ليکلي وو چې افغانستان يو له هغو هيوادو دی چې پکې ګدايګر نشته او علت يې داسې روښانه کړی وو چې افغانان په خپلې ټولنې کې يو ډير ښکلی سوسيال سيستم لري. هلته کورنۍ د وړو او زړو مسوليت په غاړه لري.
خو له بده مرغه وروسته له دې درې لسيزو جګړو زمونږه دغه سوسيال سيستم لمنځه ولاړو او او واړه او زاړه مو لاس اوږدولو ته اړ شول.

دا چې داسې ځوانان هم شته چې د دې بېوزلو سره مالي مرسته کوي او يا د دوۍ له پاره مالي مرسته راټولوي او يا هم دا چې د دوۍ اواز شتمنو افغانانو او نړيوالو ته رسوي، د کدر وړ دی او زه د دوۍ دې کړو ـ وړو ته د احترام سر ټيټوم.

بې له شکه چې يو بل سره مرسته بېوزلي ختموي، او په دې لاره کې بايد مونږ له مرستې سپما ونکړو. د دې له پاره چې مرستې بېوزلو ته ورسېږي، بايد د کليو او بانډو په سطح سپينګيري ( د ملا امامانو نه مې موخه نده ) وټاکل شي چې د بېوزلو اړتيا مالومه او کليوالو نه او يا له نورو خيريه موسسو نه مرستې راټولې کړي.

دا ډير د خواشينۍ ځای دی چې زمونږ هيوادوال اوس دې حالت ته رسېدلي چې د مړي او شهيدانو د خښولو بند و بست له خپل جېبه نشي کولی.

په درناوۍ او درنښت


ضمیمې:
د فايل په هـکله څـرګندونې: ـــــــــــ

مېرمن تېرېزا یوه عیسوي راحبه ده چې په هندوستان کې د تېرېزا مورکۍ
په نامه نومیالۍ ده، د نوموړې د ژوندانه موخه یې بېوزلو سره مرسته کول وو.
ـــــــــــــــــــ

mother-teresa-poor-child.jpg
mother-teresa-poor-child.jpg [ 27.67 KiB | کتنه 1262 وارې ]

_________________
خاندئ ـ خاندئ خندا تاسو سره زېب کــــــا
کوشان پرېږدئ چې کړي توی د زړه وینې
اوښـــکې ـ وينې چې زه ژاړم علت دا دی
چې خپل قوم راته وهي نغمې غمــــــګینې
پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
  د لیکنې سـرليک: Re: يو له بل سره مرسته كول بېوزلي ختموي
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: دوه نۍ د نومبر 30, 2015 7:40 pm 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: منځنۍ د جون 26, 2012 8:20 pm
ليکنې: 40
ګران او محترم ورور کوشان ساپي صیب، هیله ده چې زما سلامونه او ښې چارې ومنې.
زه بلکل تاسره موافق او هم نظریم، او دا منم چې دا ټول چې دي زمونږ د مظلوم ولس هغه واقعیتونه ده چې هر با احساس افغان پوهیږي او زمونږ سره همدردی کوي.
په آخر کې دا وایم چې: ژرنده که د پلار ده، هم په وار ده.
انشأ الله زمونږ د مظلوم او صادق ولس وار به ډیر ژر راشي.


پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
د وروسـتیو ليکنو ښـودنه:  تـنظيمول  
د نوي سـکالو لـېږل ځوابي لیکنه  [ 3 ليکنې ] 

ټول وختونه UTC + 1 دی


په دې څانګه کښـې نوې سـکالو نشـئ پرانيسـتلی
په دې څانګه کښـې سـکالوګانو ته ځواب نشـئ ورکولی
په دې څانګه کښـې خپلو ليکنو ته بدلون نشـئ ورکولی
په دې څانګه کښـې خپلې ليکنې نشـئ ړنګولی
په دې څانګه کښـې د ضمیمو د ملولو اجازه نلرئ

له پاره لـــټول:
ورځه:  

cron