نن یوه نۍ د اپریل 30, 2017 9:31 pm




د نوي سـکالو لـېږل ځوابي لیکنه  [ 1 ليکنه ] 
  مخکتنه مخکينۍ سکالو | لمړۍ ليکنه نده لوستل شوې. | بله سکالو 
ليکوال پـيغام
  د لیکنې سـرليک: ولـــــــــور
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: څلنۍ د فبروری 03, 2016 12:23 pm 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: یوه نۍ د فبروری 28, 2010 11:44 am
ليکنې: 2147
ځای: جرمني
ولـــور

ولور ته ځنې خلګ طویانه او ځنې ورته شیربها وايي چې موخه یې هغه پیسې دي چې د یوې نجلۍ د ودولو په سر د نجلۍ کورنۍ ته ورکول کېږي.
ځنې خلګ په دې باور دي چې ولور د یوې نجلۍ بیه ده، ځنې نور بیا وايي چې دا د نجلۍ د راتلونکې له پاره د یوې ډاډمنې راتلونکې مالي ځېرمه ده.

څنګه چې ټولو ته روښانه ده ښځه په ډیرو ټولنو کې د یوه نیمګړي موجود حیثیت لري. له همدې کبله ټول ولسونه، کلتورونه او توکمونه د ښځې د ساتنې او د ډاډمنې راتلونکې په موخه ځانګړې دود او دستورونه جوړ کړي، چې ځنو هیوادنو له همدې دود او دستورونو رسمي قوانین جوړ کړي.

د بېلګۍ په توګه په جرمني کې یو نارینه نشي کولی چې په اسانه خپل ښځه طلاقه کړي. جرمني کې یوه ښځه په درې واره طلاق ویلو نه طلاقېږي. که چېرې یو نارینه خپله ښځه طلاقه کړي، نو نارینه قانوناً اړ دی چې وروسته له طلاق نه د خپلې ښځې د ژوندانه مصرف ورکړي.
کله چې په لویدیځه نړۍ کې د د واده تړون تړل کېږي، نو هلته د ماشومانو او د کورنۍ د مالي شتمنۍ په وېش باندې چڼې وهل کېږي، چې وېش ید نر او د ښځې تر منځې تل سم نیمايي وي.
که په جرمني کې یوه ښځه طلاقه شوه، هغه کولی شي چې ځان ته یو کور کراء کړي او د خپلو ماشومانو سره ژوند وکړي او یا دا چې خپل مېړه له کوره وشړي؛ او که ښځه په یواځې ځان نشي کولی خپل ژوند تامین کړي، نو بیا نارینه اړ دی چې د ښځې او ماشومانو د ژوندانه مصرف ورکړي.

خو په افغانستان او د سیمې په نورو مذهبي او دودیزو ټولنو کې یوه ښځه وروسته له دې چې طلاقه شوه، نشي کولی په یواځې ځان ژوند وکړي. ځکه خو نوموړې اړ ده چې بېرته د خپل پلار کور ته لاړه شي.

که چېرې یوه ټولنه وشي کولی ټولو ښځو ته د کار شرایط برابر کړي او دومره امنیت تامین کړي چې یوه ښخه یواځې ژوند وشي کولی، نو دا ډول دودونه د وخت په تېرېدو سره په خپله لمنځه ځي. خو په هاغه ټولنو کې چې ښځو ته کار نشته او د شتمنۍ د لرلو او ډیرولو حق نلري، هلته باید ټولنیز دودونه په پام کې ونیول شي. د ځنګل قانون باید نه وي.

لنډه دا چې ولور یا طویانه او یا شیربها داسې کوم بد دود ندی، بلکې د دې دود نه ناوړه ګټه اخستل کېږي. دیرۍ خلګ چې د خپلې لور په سره ولور اخلي، هغوۍ د همدې ولور په ارزښت خپلې لور ته سره او سپین زر رانیسي. چې په بده ورځ کې ترې ګټه واخلي.

یانې سره له دې چې ولور د نجلي پلار ته ورکول کېږي ، خو په اره کې هغه ولور د خپلې نجلۍ شتمنۍ ده.

خو دا چې ځنې نا اهله انسانان د خپلې لور په ولور باندې خپل عیش او نوش کوي، یا خپل زوی ته ورباندې واده کوي او یا یې په ناوړو سیالیو مصروفوي، دا نو د ولور د دود ګناه نده.

زما په اند د ولور نه هاغه مصرف چې د واده په مراسمو مصرفېږي، ناوړه دی.

په درناوۍ او درنښت


ضمیمې:
image.jpg
image.jpg [ 106.39 KiB | کتنه 311 وارې ]

_________________
خاندئ ـ خاندئ خندا تاسو سره زېب کــــــا
کوشان پرېږدئ چې کړي توی د زړه وینې
اوښـــکې ـ وينې چې زه ژاړم علت دا دی
چې خپل قوم راته وهي نغمې غمــــــګینې
پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
د وروسـتیو ليکنو ښـودنه:  تـنظيمول  
د نوي سـکالو لـېږل ځوابي لیکنه  [ 1 ليکنه ] 


په دې څانګه کښـې نوې سـکالو نشـئ پرانيسـتلی
په دې څانګه کښـې سـکالوګانو ته ځواب نشـئ ورکولی
په دې څانګه کښـې خپلو ليکنو ته بدلون نشـئ ورکولی
په دې څانګه کښـې خپلې ليکنې نشـئ ړنګولی
په دې څانګه کښـې د ضمیمو د ملولو اجازه نلرئ

له پاره لـــټول:
ورځه:  

cron