نن پنځنۍ د ډسـمبر 14, 2017 7:11 am




د نوي سـکالو لـېږل ځوابي لیکنه  [ 1 ليکنه ] 
  مخکتنه مخکينۍ سکالو | لمړۍ ليکنه نده لوستل شوې. | بله سکالو 
ليکوال پـيغام
  د لیکنې سـرليک: د موزیک په هکله ملغلرې
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: څلنۍ د مارچ 23, 2016 7:46 pm 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: یوه نۍ د فبروری 28, 2010 11:44 am
ليکنې: 2147
ځای: جرمني
د موزیک په هکله ملغلرې

ـ موزیک په خپله یوه نړیواله ژبه ده او ژباړې ته اړتیا نلري.
(برتهولد اورباخ)

ـ کله چې انسان هجرت ته اړ شو، نو ډیر څه له لاسه ورکوي. د بېلګۍ په توګه د پلرني ټاټوبي سره مینه، د مورنۍ ژبې دیالکت او یا وییونه او داسې نور. خو یواځې د هیواد نغمې یې تر ډیره وخته پکې ژوندۍ پاتېکېږي.
(ګوستاف فرایسنګ)

ـ د الفاظو په پرتله موزیک سره سړی ډیر احساسات څرګندولی شي.
(کارل ماریا فرایهر فون وېبر)

ـ ژوند بې له موزیک یوه تېروتنه ده.
(یوهان ولفګنګ فون ګوېتې)

ـ موزیک سره تر بل هر څه ډیره مینه لرل، د دې مانا لري چې سړی یواځې دی او نېکمرغه ندی.
(پاول کلې)

ـ موزیک ډیر نویتوب او تازه توب ته اړتیا نلري. موزیک چې هر څومره زوړ وي او ورسر عادت شوی وي، هموغومره یې اغېزه هم ډیره ده.
(یوهان ولفګنګ فون ګوېتې)

ـ په هېڅ بل ځای کې د دوه انسانانو تر منځ پیاوړې ملګرتیا نشي رامنځته کېدی، لکه په هغه ځای کې چې په ګډه موزیک اورېدل کېږي.
(هرمن هېسې)

ـ زما له پاره موزیک د نورو ټولو هنرونو ریښه ده.
(هاینریښ فون کلایست)

ـ موزیک د روحي حالت ستر نقاش دی.
(اوکوست ویلهلم امبروس)

ـ موزیک د یوه شخص د مینې، تلوسې او شوق څرګندوی نده، بلکې موزیک په خپله مینه، تلوسه او شوق دی.
(ریچارد واګنر)

ـ موزیک د نورو هنرونو په پرتله د خواخوږۍ پر احساس باندې ژوره اغېزه لري.
(ناپلیون)
ـ پرېښتې یو بل ته موزارت غږوي او خدای ته باخ.
(ایزایا برلین)

ـ موزیک د هوا شاعري ده.
(ژان پال)

ـ هر څومره چې موزیک نشه راوړونکی وي، هموغومره په انسانانو کې لېونتوب ډیرېږي، په کوڅو کې خطر ډیرېږي او واکمن راغورزېږي.
(لو بو وې)

ـ د نن ورځې موزیک غالمغال دی د خوندي شوي حقوقو سره.
(پېتر هول)

په درناوۍ او درنښت

_________________
خاندئ ـ خاندئ خندا تاسو سره زېب کــــــا
کوشان پرېږدئ چې کړي توی د زړه وینې
اوښـــکې ـ وينې چې زه ژاړم علت دا دی
چې خپل قوم راته وهي نغمې غمــــــګینې


پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
د وروسـتیو ليکنو ښـودنه:  تـنظيمول  
د نوي سـکالو لـېږل ځوابي لیکنه  [ 1 ليکنه ] 


په دې څانګه کښـې نوې سـکالو نشـئ پرانيسـتلی
په دې څانګه کښـې سـکالوګانو ته ځواب نشـئ ورکولی
په دې څانګه کښـې خپلو ليکنو ته بدلون نشـئ ورکولی
په دې څانګه کښـې خپلې ليکنې نشـئ ړنګولی
په دې څانګه کښـې د ضمیمو د ملولو اجازه نلرئ

له پاره لـــټول:
ورځه:  

cron