نن څلنۍ د جون 28, 2017 2:45 am




د نوي سـکالو لـېږل ځوابي لیکنه  [ 4 ليکنې ] 
  مخکتنه مخکينۍ سکالو | لمړۍ ليکنه نده لوستل شوې. | بله سکالو 
ليکوال پـيغام
  د لیکنې سـرليک: نارينه
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: پنځنۍ د نومبر 06, 2014 1:48 pm 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: یوه نۍ د فبروری 28, 2010 11:44 am
ليکنې: 2147
ځای: جرمني
نارينه

ـ نر هغه دی چې د ژوندانه په هر پړاو کې لکه د ژرندې لاندينۍ ډبره واوسي.
(افغاني ملغلره)

ـ نارينه تل نارينوو ته اړتيا لري. که نارينه نه وی، نو نارينه به يو بل نر خلق کړي. خو ښځه کولی شي تر ابده بې له ښځو ژوند وکړي، بې له دې چې د يوې بلې ښځې د خلقولو سوچ ورته ورغلی وي.
(يوهان ولفګنګ فون ګوېتې)

ـ ګيرور نارينه ريښتنی نارينه دی.
(ناجيريايي ملغلره)

ـ که غواړې چې نارينه وشې درک کولی، نو د ښځو په هکله زده کړه وکړه.
(فرانسوي ملغلره)

په درناوۍ او درنښت

_________________
خاندئ ـ خاندئ خندا تاسو سره زېب کــــــا
کوشان پرېږدئ چې کړي توی د زړه وینې
اوښـــکې ـ وينې چې زه ژاړم علت دا دی
چې خپل قوم راته وهي نغمې غمــــــګینې


پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
  د لیکنې سـرليک: Re: د نارينه په هکله ملغلرې
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: پیلنۍ د نومبر 08, 2014 6:56 pm 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: یوه نۍ د فبروری 28, 2010 11:44 am
ليکنې: 2147
ځای: جرمني
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ـ نارينه سيند دی او ښځه سمندر.
(کردي متل)

ـ نارينه تل هغه څه وايي چې پرې پوهېږي؛ او ښځه تل هغه څه وايي چې خوښه يې ده.
(ژان ژاک روسو)

ـ نارينه د زمان ماشوم دی او ښځه د مکان.
(ريچارد ګراف فون کودنهوف کالرګي)

ـ په هر نارينه کې يو ماشوم پټ دی چې لوبې کول غواړي. نو ای ښځو: تاسي په نارينه کې دغه ماشوم ولټوئ.
(فريدريښ نيچې)


په درناوۍ او درنښت

_________________
خاندئ ـ خاندئ خندا تاسو سره زېب کــــــا
کوشان پرېږدئ چې کړي توی د زړه وینې
اوښـــکې ـ وينې چې زه ژاړم علت دا دی
چې خپل قوم راته وهي نغمې غمــــــګینې


پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
  د لیکنې سـرليک: Re: د نارينه په هکله ملغلرې
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: دوه نۍ د نومبر 10, 2014 9:31 am 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: یوه نۍ د فبروری 28, 2010 11:44 am
ليکنې: 2147
ځای: جرمني
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ـ هر نارينه د يوې ښځې زوی دی.
(روسي متل)

ـ فيلسوفانو ته ښځه د ماده برياليتوب دی په روح باندې؛ او نارينه د روح برياليتوب دی اخلاقو باندې.
(اوسکار وايلډ)

ـ د ښځې او نارينه تر منځ توپير هم د خندا وړ ده. په 48 کروموزومو کې يواځې په يوه کې توپير شته.
(ژرمين ګريير)

ـ زه به په ډيره خوشحالۍ سره په دې خبره اقرار وکړم چې ښځې تر نارينه مخکې دي؛ که چېرې دوۍ د دې هڅه ونکړي چې نارينوو ته ورته شي.
(سچه ګيتري)

ـ زه په دې پوهـ نشوم چې ولې ښځې د بااستعداده نارينه تيروتنو ته، او د سوډر نارينه عايد ته په ډير ځير سره ګوري.
(پابلو پيکاسو)

په درناوۍ او درنښت

_________________
خاندئ ـ خاندئ خندا تاسو سره زېب کــــــا
کوشان پرېږدئ چې کړي توی د زړه وینې
اوښـــکې ـ وينې چې زه ژاړم علت دا دی
چې خپل قوم راته وهي نغمې غمــــــګینې


پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
  د لیکنې سـرليک: Re: نارينه
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: منځنۍ د آګست 30, 2016 9:45 pm 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: یوه نۍ د فبروری 28, 2010 11:44 am
ليکنې: 2147
ځای: جرمني
ـــــــــــــــــــــــــ

ـ ښځې سره دښمني انسانيت سره دښمني ده.
(ژان پال)

ـ نارينه خلق شوی چې طبعيت خپل تابع کړي او ښځه خلقه شوې چې په نارينه باندې حکومت وچلوي. ځکه خو يو ډير پياوړتيا ته اړتيا لري او بل چل ـ ول ته.
(امانويل کانت)

ـ د ښځو سره هغه نارينه ښه جوړېږي چې بې له ښځو يې هم ژوند بد ندی.
(.....)

ـ د ښځو په هکله ډير مه غږېږه؛ ځان دې ورسره مصروف کړه.
(لمړی ناپليون)

ـ درې ډوله نارينه د ښځو په درک کولو کې ځان باندې ډيره سختي راولي:
ځلمی نارينه، د منځنيو کلنو نارينه او زوړ نارينه.
(ايرلندي ملغلره)

په درناوۍ او درنښت

_________________
خاندئ ـ خاندئ خندا تاسو سره زېب کــــــا
کوشان پرېږدئ چې کړي توی د زړه وینې
اوښـــکې ـ وينې چې زه ژاړم علت دا دی
چې خپل قوم راته وهي نغمې غمــــــګینې


پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
د وروسـتیو ليکنو ښـودنه:  تـنظيمول  
د نوي سـکالو لـېږل ځوابي لیکنه  [ 4 ليکنې ] 


په دې څانګه کښـې نوې سـکالو نشـئ پرانيسـتلی
په دې څانګه کښـې سـکالوګانو ته ځواب نشـئ ورکولی
په دې څانګه کښـې خپلو ليکنو ته بدلون نشـئ ورکولی
په دې څانګه کښـې خپلې ليکنې نشـئ ړنګولی
په دې څانګه کښـې د ضمیمو د ملولو اجازه نلرئ

له پاره لـــټول:
ورځه:  

cron