نن جمعه د آګست 18, 2017 9:05 pm

ټول وختونه UTC + 1 دی




د نوي سـکالو لـېږل ځوابي لیکنه  [ 15 ليکنې ]  پاڼي ته ورځه مخکيـنی  1, 2
  مخکتنه مخکينۍ سکالو | لمړۍ ليکنه نده لوستل شوې. | بله سکالو 
ليکوال پـيغام
  د لیکنې سـرليک: Re: د و. پښتنې غوره شعرونه
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: دوه نۍ د مې 23, 2016 8:25 pm 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: یوه نۍ د فبروری 28, 2010 11:44 am
ليکنې: 2147
ځای: جرمني
زړه

چیرته دې پټ کړمه زه، چی نور ونه ویریږې
چیرته دې وساتمه ، چی نور ونه درزیږی
زړگیه زما زړگیه! ته دې احساس ورک کړه
زه به کړم سترگې پټې، چی نور ونه دردیږی

و. پښتنه

_________________
خاندئ ـ خاندئ خندا تاسو سره زېب کــــــا
کوشان پرېږدئ چې کړي توی د زړه وینې
اوښـــکې ـ وينې چې زه ژاړم علت دا دی
چې خپل قوم راته وهي نغمې غمــــــګینې


پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
  د لیکنې سـرليک: Re: د و. پښتنې غوره شعرونه
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: دوه نۍ د مې 23, 2016 8:27 pm 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: یوه نۍ د فبروری 28, 2010 11:44 am
ليکنې: 2147
ځای: جرمني
لټون

لویه دنیا کې خپله دنیا لټوم
تیارو کی ورکه یمه ځانته رڼا لټوم
خوښی می یوړی غم و درد ټولی
زه د ژړا شیبو کې خپله خندا لټوم

(و. پښتنه)

_________________
خاندئ ـ خاندئ خندا تاسو سره زېب کــــــا
کوشان پرېږدئ چې کړي توی د زړه وینې
اوښـــکې ـ وينې چې زه ژاړم علت دا دی
چې خپل قوم راته وهي نغمې غمــــــګینې


پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
  د لیکنې سـرليک: Re: د و. پښتنې غوره شعرونه
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: دوه نۍ د مې 23, 2016 8:31 pm 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: یوه نۍ د فبروری 28, 2010 11:44 am
ليکنې: 2147
ځای: جرمني
مهاله هیلې

نه مې کوم گل لیدلی نه مې گلشن لیدلی
نه مې بورا لیدلی نه مې سوسن لیدلی
نه شرشره د اوبو نه د بلبلو نوا
نه مې ښایست د پرخې د گل په تن لیدلی

نه مې د غرونو څوکې نه مې شنې تنگې دری
نه مې څپو کی روان سیند د وطن لیدلی
نه مې منگی وه غیږ کې نه یم گودر ته تللې
نه د خورلڼو ټولگی نه می چمن لیدلی

ماته مې خپلی هیلی داسی مهاله ښکاری
ولاړ چی گل څوک نشی په خپل مدفن لیدلی

_________________
خاندئ ـ خاندئ خندا تاسو سره زېب کــــــا
کوشان پرېږدئ چې کړي توی د زړه وینې
اوښـــکې ـ وينې چې زه ژاړم علت دا دی
چې خپل قوم راته وهي نغمې غمــــــګینې


پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
  د لیکنې سـرليک: Re: د و. پښتنه غوره شعرونه
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: دوه نۍ د آګست 01, 2016 9:50 pm 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: یوه نۍ د فبروری 28, 2010 11:44 am
ليکنې: 2147
ځای: جرمني
ـــــــــــــــــــــــ

ته... زما د تصور په هسکو غرونو کې
ته لکه طوفان په چلیدلو یې
څو دې یو منزل ته رسومه ځان
په بیړه له هغه ځای په وتلو یې
ولی نه تمیږې ما ته ودریږه
ته زما امید درسیدلو یې
راشه زه به ستا غږ ته شپیلۍ شمه
ته خوږه نغمه داوریدلو یې
لاس دی زما لاس کی پښتنی راکه
ته می زړه ته هر وخت د منلو یې

و. پښتنه

_________________
خاندئ ـ خاندئ خندا تاسو سره زېب کــــــا
کوشان پرېږدئ چې کړي توی د زړه وینې
اوښـــکې ـ وينې چې زه ژاړم علت دا دی
چې خپل قوم راته وهي نغمې غمــــــګینې


پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
  د لیکنې سـرليک: Re: د و. پښتنه غوره شعرونه
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: یوه نۍ د ډسـمبر 18, 2016 1:49 pm 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: یوه نۍ د فبروری 28, 2010 11:44 am
ليکنې: 2147
ځای: جرمني
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ته شــوی زما ســـحر چـــی په تـــیارو وځلیدې
په مــــړاوی گل غـــــوټی لکه شـــــبنم ووریدې
ته می په غـــمجنو شــیبو مل شـــــــولې د زړه
خوږه مســـــکا په شــــــونډو می هردم وچلیدې
هیرې اندیښنې شوې چې ستا خیال راسره مل شو
په ذهن مـــــــې او فــکر لکه جــــال وخوریدې
ســــتا په پــــیژندو شـــــومه له نورو نه پــردۍ
لیلا مې د کیږدۍ شوې چې تر ما ورســـــــیدې
زه په بـــــــیوسۍ کـــې تا له لاســــــــــه ونیولم
قوت مې شوې د زړه دلارې مل مې ښکاریدې
زما سترگو پښتنو ته دې رنگین خوبونه راوړل
قلمه چی دنیا کــې مې د شــــعر وخـــــــوزیدی

پښتنه ندا

_________________
خاندئ ـ خاندئ خندا تاسو سره زېب کــــــا
کوشان پرېږدئ چې کړي توی د زړه وینې
اوښـــکې ـ وينې چې زه ژاړم علت دا دی
چې خپل قوم راته وهي نغمې غمــــــګینې


پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
د وروسـتیو ليکنو ښـودنه:  تـنظيمول  
د نوي سـکالو لـېږل ځوابي لیکنه  [ 15 ليکنې ]  پاڼي ته ورځه مخکيـنی  1, 2

ټول وختونه UTC + 1 دی


په دې څانګه کښـې نوې سـکالو نشـئ پرانيسـتلی
په دې څانګه کښـې سـکالوګانو ته ځواب نشـئ ورکولی
په دې څانګه کښـې خپلو ليکنو ته بدلون نشـئ ورکولی
په دې څانګه کښـې خپلې ليکنې نشـئ ړنګولی
په دې څانګه کښـې د ضمیمو د ملولو اجازه نلرئ

له پاره لـــټول:
ورځه:  

cron