نن دوه نۍ د فبروری 20, 2017 11:58 am




د نوي سـکالو لـېږل ځوابي لیکنه  [ 1 ليکنه ] 
  مخکتنه مخکينۍ سکالو | لمړۍ ليکنه نده لوستل شوې. | بله سکالو 
ليکوال پـيغام
  د لیکنې سـرليک: اسلام او خُسی
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: پیلنۍ د جنوری 21, 2017 7:14 pm 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: یوه نۍ د فبروری 28, 2010 11:44 am
ليکنې: 2145
ځای: جرمني
ښې چارې او نېکې هیلې

اسلام او خُسی

کله چې د اسلام دین تکمیل شولو او الله اعرابو ته د اسلام د خپرولو لارښوونه وکړه، نو الله اعرابو ته فرمایل چې:
د هغو خلګو کین لاس او ښي پښه او یا برعکس یې پرېک کړئ، کوم چې الله او محمد نمني.

اعراب هم په همدې موخه لویدیځ او ختیځ خوا ته یرغلونه پیل کړل.
خو کله چې اعراب پښتون مېشتو سیمو ته ورسېدل، ګورئ چې پښتني لښکر په یوه پښه ولاړ او په یوه لاس یې توره نیولې او د اعرابو په وړاندې د خپل پت، عزت ، ژبه او کلتور نه د دفاع په موخه راوتلي دي.
اعرابو چې په یوه پښه ولاړ د پښتنو لښکر ولیدلو، ووېرېدل. ځکه خو د شاه دو شمشیره غوندې جلادان یې له عربستان څخه وغوښتل تر څو د پښتنو مورچل مات کړي.

خو پښتانه چې د وېرې خلګ ندي، اعراربو ته یې ویل چې:
راځئ ، مخ ته شئ، همدا د جګړې ډګر دی او مونږ درسره په یو لاس او یوه پښه جګړه کوو، او بېناموس هم نه یو ، چې که چېرې مو جګړه وګټله، بیا د خپل مات شوي دښمن، له بې وارثو ښځو، وینځې جوړې کړو.

نو جګړه دېخوا جګړه هاخوا؛ د سل زور عربي لښکر سره لس زره پښتو په یوه پښه او یوه لاس ، څه د پاسه ۱۸۶ کاله جګړه وکړه.

خو ولې پښتانه ناکام شول؟؟
پښتانه ځکه ناکام شول چې ځنې بېغیرته او بې ننګه پښتانه د عربي لښکر سره یوځای شول او د خپلو پلرونو، ورونو او زامنو په وړاندې جګړه کې یې د عربو ملاتړ وکړو.

دا په دې مانا چې په هر ټبر کې هیواد پلورونکي، ناموس پلورونکي او هویت پلورونکي شته؛ او پښتانه مستثنا ندي.

په درناوۍ او درنښت


ضمیمې:
د فايل په هـکله څـرګندونې: ـــــــــــــــــــــ

خسی یانې جګړه په یوه پښه او یوه لاس
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

خسی.jpg
خسی.jpg [ 63.86 KiB | کتنه 54 وارې ]

_________________
خاندئ ـ خاندئ خندا تاسو سره زېب کــــــا
کوشان پرېږدئ چې کړي توی د زړه وینې
اوښـــکې ـ وينې چې زه ژاړم علت دا دی
چې خپل قوم راته وهي نغمې غمــــــګینې
پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
د وروسـتیو ليکنو ښـودنه:  تـنظيمول  
د نوي سـکالو لـېږل ځوابي لیکنه  [ 1 ليکنه ] 


په دې څانګه کښـې نوې سـکالو نشـئ پرانيسـتلی
په دې څانګه کښـې سـکالوګانو ته ځواب نشـئ ورکولی
په دې څانګه کښـې خپلو ليکنو ته بدلون نشـئ ورکولی
په دې څانګه کښـې خپلې ليکنې نشـئ ړنګولی
په دې څانګه کښـې د ضمیمو د ملولو اجازه نلرئ

له پاره لـــټول:
ورځه:  

cron