نن یوه نۍ د اوکتوبر 22, 2017 3:47 am




د نوي سـکالو لـېږل ځوابي لیکنه  [ 3 ليکنې ] 
  مخکتنه مخکينۍ سکالو | لمړۍ ليکنه نده لوستل شوې. | بله سکالو 
ليکوال پـيغام
  د لیکنې سـرليک: د انرژي له پاره جګړې او نوي پلانونه
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: پنځنۍ د جنوری 13, 2011 4:04 pm 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: یوه نۍ د فبروری 28, 2010 11:44 am
ليکنې: 2147
ځای: جرمني
د انرژي له پاره جګړې او نوي پلانونه

نننی تمدن خو د خپل بقا له پاره انرژي ته اړتيا لري. د لمر انرژي، د باد انرژي او د اوبو انرژي تر څنګ پطرول، مايع ګاز، يورانيم او سکروټې د نننۍ نړۍ انرژيکي اړتياوې پوره کوي. په اروپا يا شمالي امريکا او يا په سايبيريا کې د لمر د انرژي نه دومره کار نه اخستل کېږي خو د لمر په ځای بادي انرژي نه په پراخه پيمانه کار اخستل کېږي.
همداسې په افريقا او د اسيا په دښتو کې هم باد او شمال نشته، نو په دغو ځايونو کې د لمر د انرژۍ اهميت ورځ په ورځ ډيرېږي. د نړۍ په غرني سيمو کې يعنې هغه ځای کې چې غرونه په واورو پټ دي او لوی سيندونه ترې بهېږي، د اوبو انرژي اهميت ډير دی.

خو د نړۍ په هر ځای کې هېڅ هيواد نشي کولی چې د لمر ، باد او اوبو له لارې خپل انرژيکي اړتياوې پوره کړي. ځکه خو د تېلو ، ګازو او يورانيمو لاس ته راوړل به په روانې او راتلونکي سليزې کې د هيوادونو پر سياست او اړيکو خپلې اغېزې ولري.

البته هغه هيوادونه چې تر بل هر چا تېلو، ګازو او يا يوانيمو ته اړتيا لري، هغوۍ په خپلو هيوادونو کې دومره طبعي زېرمې نلري چې خپلې انرژیکي اړتیاوې پوره کولی وشي. ښه بېلګه يې اروپا ده چې غير له باد او اوبو نه، نهَ پکې لمر شته، نهَ پکې تېل شته، نه پکې ګاز شته او نه يورانيم. البته که دغه شيان هم وي، خو بيا هم د اروپا اړتياوې نشي پوره کولی. نو له دې کبله اروپا مجبوره ده چې خپل انرژيکي اړتياوې له نورو ځايونو وارد کړي.

د دې کار د پاره اروپايان لویې ـ لویې بېړۍ جوړې کړي تر څو چې د نړۍ له هغو سيمو نه چې طبعي زېرمې پکې ډيرې دي خپل اړتياوې واردې کړي. خو د دغو طبعي زېرمو ترانسپورت په خپله ډيره انرژي مصرفوي. د بېلګۍ په توګه په هر سل ليترو تېلو کې چې اروپا ته واردېږي، لس ليتره يې د ترانسپورت مصرف کېږي. د دې معنا دا ده چې د طبعي زېرمو ترانسپورت د نړۍ لس په سلو کې مصرف جوړوي، يعنې بېځايه مصرفېږي او دا لسمه سليزه که په ترانسپورت کې مصرف نشي، نو د اروپا د يو کال انرژيکي اړتيا پوره کولی شي.

نن د نړۍ پر مختللي هيوادونه دا کوښښ کوي چې داسې کورونه، فابريکې او ترانسپورتي وسايل جوړ کړي چې د چلولو او کارولو د پاره يې لږه انرژي مصرفه شي. له بلې خوا دا پلانونه جوړېږي چې خلګ په هغه ځايونو کې ژوند وکړي، په کومو کې چې طبعي زېرمې موجودې دي.

تاسي د دې سکالو درنو لوستونکو څه سوچ کوئ چې په راتلونکو پېړيو کې به د انرژي په سر کوم اختلافات د هيوادونو او دولتونو تر منځ منځته راشي او يا د انرژيکي اړتيا د پوره کولو د پاره به کومې نوې تکنولوژۍ منځته راشي؟؟

د دې د پاره چې انرژي بېځايه مصرفه نشي کوم تدابير بايد په پام کې ونيول شي او يا کومې لارې ـ چارې ولټول شي ؟؟

په درناوۍ او درنښت


ضمیمې:
د فايل په هـکله څـرګندونې: ---------
نن د نړۍ پر مختللي هيوادونه دا کوښښ کوي چې داسې کورونه،
فابريکې او ترانسپورتي وسايل جوړ کړي چې د چلولو او کارولو
د پاره يې لږه انرژي مصرفه شي. له بلې خوا دا پلانونه جوړېږي
چې خلګ په هغه ځايونو کې ژوند وکړي، په کومو کې چې طبعي زېرمې
موجودې دي.
-----------

راتلونکي ښارونه.jpg
راتلونکي ښارونه.jpg [ 1.01 MiB | کتنه 934 وارې ]

_________________
خاندئ ـ خاندئ خندا تاسو سره زېب کــــــا
کوشان پرېږدئ چې کړي توی د زړه وینې
اوښـــکې ـ وينې چې زه ژاړم علت دا دی
چې خپل قوم راته وهي نغمې غمــــــګینې
پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
  د لیکنې سـرليک: Re: د انرژي له پاره جګړې او نوي پلانونه
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: یوه نۍ د جنوری 16, 2011 6:24 pm 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: پنځنۍ د اپریل 01, 2010 3:06 pm
ليکنې: 332
کوشان صيب ډېره په زړه پورې موضوع مو ليکلې.

د انرژي جګړه خو به لږ او يا ورکه شي، خو د انسان د ځواک غوښتنې جګړه به لږ نشي.
دا يو د ستونز ډک حس دی چې هيځ انسان ورنه خلاص ندی. او که د چا په ځان کښې لږ هم دی هغه به د بل له خوا مجبور شي چې د خپله دفاع وکړي.

نو پدې انډ يم, که د انرژي ستونزه حل هم شي انسان به ځان ته نورې لارې ومومي چې د خپل دې تيري حس پکښې وروزي.

په مينه او په درنښټ


پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
  د لیکنې سـرليک: Re: د انرژي له پاره جګړې او نوي پلانونه
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: جمعه د جولای 15, 2016 5:20 pm 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: پنځنۍ د مارچ 04, 2010 7:14 pm
ليکنې: 70
ځای: المـــــــــان
ډیره جالبه موضوع مو پیل کړې او تر سلام وروسته باید ووایم چې اصل د خبره په دې کې ده چې د تیلو ځېرمې مخ په ختمېدو دي او په راتلونکي سلو کلنو کې د یو بېرل تیل قیمت به تر زرو ډالرو اوچت شي. نو صنعتي هیوادونه مجبور دي چې د اتومي، بادي، آبي او یا د لمر د انرجۍ په کارولو سره خپل د تیلو مصرف لږ کړي. ځکه تیل یواځې د ترانسپورټ له پاره نکارول کېږي، بلکې هر هغه څه چې په مصنوي توګه جوړېږي، تیلو ته ضرورت لري. نو صنعتي هیوادونه مجبور دي چې د خپل راتلونکي او یا د خپل بقا د پاره د تیلو ذخیرې جوړې کړي. لکه امریکا او هندوستان چې په خپله د تیلو طبعي ځېرمې لري خو بیا هم دوۍ د نورو هیوادونه تیل په ډالرو اخلي او خپل تیل نه مصروفوي.
همدا چې نن امریکا، اروپا او یا هند و چین د عربي هیوادو تیل یو بېرل په سلو ډالرو اخلي، نو سل کاله وروسته به همدا عربي هیوادونه به مجبور وي چې یو بېرل تیل د امریکې او یا هند نه د زرو ډالرو په بیه واخلي.
همدا اوس تاسي عراق وګورئ چې د اعراق د تیلو د خرڅلاو لیسینس یواځې امریکايي او برتانیايي شرکتونو ته ورکړ شوی دی. د دې علت دا دی چې تیلو باندې همدا اوس چور او چپاول شروع شوی او هر چا چې ځان له پاره ډیر تیل ذخیره کړل، د هغه کلتور، صنعت او حکمروايي به ډیر عمر وکړي.

په درناوۍ

_________________
د خوشحـــــــال قدر که اوس په هيچا نشته
پس له مرګه به يې يــــــــــاد کا ډير عا لم


پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
د وروسـتیو ليکنو ښـودنه:  تـنظيمول  
د نوي سـکالو لـېږل ځوابي لیکنه  [ 3 ليکنې ] 


په دې څانګه کښـې نوې سـکالو نشـئ پرانيسـتلی
په دې څانګه کښـې سـکالوګانو ته ځواب نشـئ ورکولی
په دې څانګه کښـې خپلو ليکنو ته بدلون نشـئ ورکولی
په دې څانګه کښـې خپلې ليکنې نشـئ ړنګولی
په دې څانګه کښـې د ضمیمو د ملولو اجازه نلرئ

له پاره لـــټول:
ورځه: