نن څلنۍ د جون 28, 2017 2:50 am




د نوي سـکالو لـېږل ځوابي لیکنه  [ 2 ليکنې ] 
  مخکتنه مخکينۍ سکالو | لمړۍ ليکنه نده لوستل شوې. | بله سکالو 
ليکوال پـيغام
  د لیکنې سـرليک: قوران د تورات کاپي ده
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: جمعه د جنوری 27, 2017 8:35 am 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: پنځنۍ د آګست 27, 2015 2:46 pm
ليکنې: 25
وايي چې خداې هر قوم ته د هغوئ په ژبه کې پيغمبر ليږلئ ...
ايا پښتون قوم کې تر اوسه د خالق خدای لخوا کوم پيغمبر راغلئ ؟
ايا امريکايانو چنيانو او روسانو ته د دوی په ژبه کې پيغمبران ليږل شوي دي ؟
د يهوديانو په تورات کې چې د کومو پيغمبرانو نومونه راغلي دي هغه نومونه په قوران کې هم شته.
دا نورو قومونو ته چې کوم پيغمبران ليږل شوي دي په قوران کې يې ولې نومونه نشته ؟
ايا دا په دې معنی نه ده چې محمد غل وو؟
هرڅه چې يې تورات کی ليدل هغه يې قوران ته اچول.
کومې کيسې چې په تورات کې دي هماغه کيسی يې قوران ته رانقل کړي دي.
سوره ابراهيم ۴
وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ فَيُضِلُّ اللَّهُ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۴﴾
ژباړه : (مونږ چې د خپل پيغام رسولو لپاره هر کله کوم پيغمبر ليږلئ دی
هغه ته مو د خپل قوم په ژبه پيغام ورکړئ ده. ترڅو چې په ښه شان په روښانه توګه هغوی په خبره پوه کړي.
بيا چې د الله چاته خوښه شي ګمراه کوي يې. او چا ته چې يې خوښه شي سمه لاره ورښايي.
هغه برلاسئ او د حکمت څشتن دی.)
که چيرې قوران د خالق خدائ کلام وای بايد د نړې نورو قومونو پيغمبرانو نومونه او کيسې يې هم قوران ته راوړې وای.
د ايت اخره کې دا هم وايي چې چا ته مې خوښه شي نو ګمراه کوم يې ..
يعنې که د محمد په دروغو به چا باور ونه کړو په هغه به دا ټاپه لګيده چې دا د خدای خوښه ده چا ښه او چا ته بده لارښونه کوي.
اميرخان


ضمیمې:
IMG_1566.JPG
IMG_1566.JPG [ 26.54 KiB | کتنه 157 وارې ]
پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
  د لیکنې سـرليک: Re: قوران د تورات کاپي ده
نوې ليکنهد ليکنې نېټه: دوه نۍ د فبروری 13, 2017 8:57 pm 
آفلاين
Super User
Super User

دغړيتـوب نېټـه: یوه نۍ د فبروری 28, 2010 11:44 am
ليکنې: 2147
ځای: جرمني
ښې چارې او نېکې هیلې ښاغلی امیر

کران کریم په اره کې په عربي ژبه د تورات او انجیل ژباړه ده. په دې ژباړې کې یو څه عربي کلتور او محمد پورې اړوند ایات ورګــډ شوي دي. نور نو په کران کې به تاسي داسې څه ونه مومئ چې هغه په تورات او انجیل کې نه وي لیکل شوي.
او تورات او انجیل په خپله د مصریانو او بابلیانو تاریخي اوسانې او سیسانې دي چې ثبوت یې عقیدې پورې تړلی دی.

اریایان هم دې ورته اوسانې لري. لکه د ضحاک اوسانه چې نوموړی زر کاله پادشاهي کړې ده. نو دا کوم سالم عقل مني؟؟؟

بیا چې الله ویلي :
چې که زما خوښه وه، نو ځنې خلګ ګمراه کومه او ځنو ته هدایت ورکوم. بیا نو د دین ټوله فلسفه ضرب په صفر شوه.

په ټولیزه توګه دین د ژوند کولو یو طریقت دی. که یې مانا پسې وګرځېدې، منطق پکې نشې موندلی.

په درناوۍ او درنښت

_________________
خاندئ ـ خاندئ خندا تاسو سره زېب کــــــا
کوشان پرېږدئ چې کړي توی د زړه وینې
اوښـــکې ـ وينې چې زه ژاړم علت دا دی
چې خپل قوم راته وهي نغمې غمــــــګینې


پورته تګ
 د  کارکوونکي پـېژندڅـېره وګـورئ  
 
د وروسـتیو ليکنو ښـودنه:  تـنظيمول  
د نوي سـکالو لـېږل ځوابي لیکنه  [ 2 ليکنې ] 


په دې څانګه کښـې نوې سـکالو نشـئ پرانيسـتلی
په دې څانګه کښـې سـکالوګانو ته ځواب نشـئ ورکولی
په دې څانګه کښـې خپلو ليکنو ته بدلون نشـئ ورکولی
په دې څانګه کښـې خپلې ليکنې نشـئ ړنګولی
په دې څانګه کښـې د ضمیمو د ملولو اجازه نلرئ

له پاره لـــټول:
ورځه:  

cron